تخت و تاج دې مبارک شه

تخت و تاج دې مبارک شه
by احمد شاه درانی

تخت و تاج دې مبارک شه
د پښتون ټبر زلميه

دا ملت دې پر تا لوړ شي
پر غليم شوی برياليه

سترواکمن شوی د دې خاورې
رب دې ستر لره زمريه

د ولس ده غم شريک شه
ملت ويښ کړه ننګياليه

يو ګړۍ غفلت ونه کړې
واک ستا سوله دې پسه

په دردويې ځان خبر کړه
لاس دې مېنځه له هوسه

نور د هيڅ شي کمي نشته
خو تنهاچې تربيه شي

په ملي روح يې ژوندون وي
له تقليده بېګانه شي

يو د بل په غم شريک وي
له نفاق څخه ګوښه شي

خپل ځان وپېژني هسې
چې پر ځان باندې تکيه شي

اوس نو ستا ولاس ته ګوري
ملا دې وتړه احمده

د خپل قام په خدمت پاڅه
مرسته غواړه له احده

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse