ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا

ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا
by رحمان بابا

ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا
نه درمعلومېږي دغه خپل جور و جفا
ته جور و جفا کړې زه ژړا کوم دلبره
ستا که دغه نه وى دا به هم نه وى زما

څه ښادي به کاندي طايفه د عاشقانو
رسم د بتانو که همدا وي لکه ستا
دا خصلت چې ستا دى که هم تل په دغه شان وي
نه رامعلومېږي د دردمند د زړه دوا

يو دا ستا ماڼى شو بل غرور د رقيبانو
وار په وار مې وژني کله هغه کله دا
هر چې عاشقي کا که په قطع افلاطون وي
زه خو يې مجنون ګڼم که نن وي که سبا

سپى هم په عذاب د جدايۍ د وژلو نه دى
زه خو ګوندې ستا د کوڅې سپى شوم په وېنا
هيڅ يې پکار نه دي رحمان تا غواړي دلبره
دا زما رضا ده باقي هر چې ستا رضا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse