خپل عمل چې سړی سپک کا

خپل عمل چې سړی سپک کا
by خوشحال خان خټک

خپل عمل چې سړی سپک کا
لکه خس هسې يې ورک کا

بد عمل لېونی سپی دی
چې حملې پخپل ګنډک کا

مګر نه ګوري و ځان ته
چې احوال پېغور د پک کا

مزری ښکار کا د ګاوزو
پيشو ګرځي ښکار موږک کا

دا خبره ده چې کيږي
که کيسه يې د دوتک کا

چتی، باز په پرو نه شو
که الوځي پرپرک کا

چې بيزو د بازيګر شو
نن څه ناسته په انډک کا

زما ژبه نه ده اور ده
ګوزارونه د ټوپک کا

خوشال ناست په برمول دی
ارمانونه د اټک کا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse