دا تور خـط دي لکـه مشـک او مـخ دئ ګـل سـتا

دا تور خـط دي لکـه مشـک او مـخ دئ ګـل سـتا
by مرزا عبدالحنان بارکزی

دا تور خـط دي لکـه مشـک او مـخ دئ ګـل سـتا
دواړه سترګيدي نرګس زلفي سنبل ستا

د اســـــیرو زړو تړل دي بـل څـه نه دي
چــي و غــوږو تــه خــم شــوئ دئ کاکــل ســتا

هرګــــز نــــه اروي زګېــــروی د مهجورانــــو
آفـــــرین دي وي پــر هسـي تغافـــــل ســـــتا

که به آه چیـري قبلېـــــږيد عشـــــاقو
نـــــه دي وي هرګـــــز د حســـــن تنـــــزل ســـــتا

د یـــــوه لښـــــکر ســـــپاه دي ســـــره وژنـــــي
واعجـــــب دئ د عشـــــاقو تسلســـــل ســـــتا

ســــجدې د شــــکرانې کــــړم بســــمل طــــوره
چي د زړه غوښي مـي تـوی شـي پـه منګـول سـتا

کــــه ژړا افســــوس فریــــاد کــــه عیــــب نــــه دئ
د رخســـار پـــر ګـــل حنـــان دئ یـــو بلبـــل ســـتا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse