دا یې ســترګي که جادو دئ که نرګس دئ غه شهلا

دا یې ســترګي که جادو دئ که نرګس دئ غه شهلا
by مرزا عبدالحنان بارکزی

دا یــې ســترګي کــه جــادو دئ کــه نــرګس دئ غــه شــهلا
دا یــــې زلفــــي خــــال وخــــط دئ کــــه هجــــوم دئ د بــــلا

دا یـې خولـه ده کـه غونچـه ده کـه یـې لـب دئ کـه مرجـان د ي
دا یـــې غـــاښ پـــه خولـــه کـــي نمـــایي او کـــه دئ دُریکتـــا

دا یې زلفي پرمخ نه دي پر ګـلاب بانـدي سـنبل دئ
دایې خط دئ که عنبـر دئ او کـه مشـک دي د خُطـا

ســـنتره نـــارنج تـــرنج دئ کـــه غبغـــب دئ حیرانېـــږم
نـــه توبـــه توبـــه غلـــط شـــومخجـــل یـــم لـــه دې وینـــا

دا خنجــر دئ کــه مژګــان دئ چــي مــي څــرخ د زړه پــه میــان دئ
کــه نـاوک دئ نـه پـوهېږم قتلــوي مـي بــې پـروا

دا یې وروځـي کـه کمـان دئ چـي مـي زړه ورتـه نښـان دئ
بــــې صــــرفې کــــه ګُزارونــــه غشــــي نــــه درومــــي خطــــا

دا یــې زنــه ده کــه ســېب ده د ”حنــان“د زړه آســېب ده
چــي پــه تــش آرزویــې کېــږي د رنځــورو زړو دوا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse