دل و دين مې په هغې ترک کړ فدا
دل و دين مې په هغې ترک کړ فدا
لا يې نه حسابوي د ځان بها
د ښايست صفت يې څو کوم، حيران يم
په هیڅ شان يې مونده نه شي انتها
د صورت له عيبه هسې پاکيزه دى
لکه ذات د وېښته نه شته دى په ها
که يې مخ په زلفو پټ وي باک يې نشته
تل په ګنج باندې پراتهٔ وي اژدها
لکه لمر هسې جلوه کا په شفق کې
چې په سر کاندي اورڼۍ د سوها
نه پوهېږم چې په کومه لاره درومم
چپ و راست مې رقيبان دي هره خوا
خداى دې هسې تنها نه کا څوک په غم کې
لکه زه د يار په غم کې يم تنها
همېشه د بېلتانه له غمه لولم
زه رحمان نعوذ بالله منها
This work was published before January 1, Expression error: Unrecognized punctuation character "۲"., and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago. |