را ته ګوره مې نــــــــــــه خـــــــــوب شته نه ارام

را ته ګوره مې نــــــــــــه خـــــــــوب شته نه ارام
by ملنگ جان

را ته ګوره مې نــــــــــــه خـــــــــوب شته نه ارام
رانيو لی يــــــــــــــــــــــمه ستا د زلــــــــــــفو دام

نه د ور ځي قراری لرم نه شپـــــــــــــــه کــــــــې
ای د لبره ولې کړې ته فـــــــــــــکر خــــــــــــــام

زه له ډيرې مودې ستا په فکر نــــا ست يم
جدايۍ دې را ته کړو عمــــــــــــــــــــر تمام

خال و خط دې مبــــــــــــارک شـــــــه زما دله
پر خـــــــــــــوارانــــــــــــو باندې ولره لږ پام

که ملنک دی ملنک جان غريب ملنک دی
جـــــــــدا نــــاست وې تل له کور کلي او قام

This work is now in the public domain in Afghanistan because it originates from Afghanistan and its term of copyright has expired. According to Afghanistan copyright laws, all photographs enter the public domain fifty years after they were published, and all non-photographic works enter the public domain fifty years after the death of the creator.

Public domainPublic domainfalsefalse