سپين مخونه تور کودي شي په پيري کښې

سپين مخونه تور کودي شي په پيري کښې
by رحمان بابا

سپين مخونه تور کودي شي په پيري کښې
سم قدونه کوږ لرګي شي په پيري کښې

لکه شمع د سحر افتاب د ژمي
هم بې تاب و هم زېړی شي په پيري کښې

يو طرف ته يې سر رږدي بل خوا درومي
خپل صورت تمام پردی شي په پيري کښې

مړلا ښه وي پس له مرګه بيا ژوندی شي
نشته دا چې څوک زلمی شي په پيري کښې

که څه وخوري لکه زهر نه درېږي
نه څه څښی اؤ نه خوړی شي په پيري کښې

دا ځواني ده چې څه اوري يا څه ويني
نه ليدی شي نه اورېدی شي په پيري کښې

ای رحمانه پيري هسې عاجزي ده
که رستم وي زړه پری سوی شي په پيري کښې

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse