عارف سړی هغه دی، چې يې شناخت وشـــو د ځان
عارف سړی هغه دی، چې يې شناخت وشـــو د ځان
د ځان په معرفت کې، معرفت دی د سبحان
چې ترس یې د زړه نه وي، نه عمل لري د نېکو
په دا یې نظر مکړه، چې په یاد لولي قـرآن
په کور کې دې بلا دي دا د نفس غطې چارې
که ته په ځان شیطان نه شې، بل هېڅ نشته شیـطان
حرص مکړه، هوا پرېږده، له هر چانه پرې کړه تمه
بل نوم به په تا نه ږدم، په ځان نوم کېږده سلـــطان
چې خدای يې په لار نه کا، په ویل به په لار نه شـي
که پاڅوې له ګوره و هغـه وته لـقـمان
عیـسی په معجزه ســره ړاندۂ سړي بینا کړل
دانا یې په دعا نه شـو، په عمـر یو نـادان
This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago. |