عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا

عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا
by خوشحال خان خټک

عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا
د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا

معشوقې ته چې يې هومره حُسن ورکړ
دا په دا چې د عاشق خونه تالا کا

په هر ځای چې څو محبوبې سره کښېني
هغه ځای مې تر جنت ښايسته لا کا

دوه مين که سره هر څو، مرور وي
خپله مينه يې بيا زر سره پخلا کا

تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخيږي
که راپورته محبوبا سترګې شهلا کا

څو د شاه په، ښکلي مخ باندې خالونه
ما به هم په هومره داغه مبتلا کا

همګي يې ستا له مخه ګفتګوی شي
چې دردمند وبله ټول شي مشغولا کا

په ځير ځير يې مخ ته مه ګوره خوشاله!
په خاطر به دې د اور لمبې والا کا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse