كــــــــــــه زه نه واى تا به ځـــــــــــــــان لره بلل څوك

كــــــــــــه زه نه واى تا به ځـــــــــــــــان لره بلل څوك
by خوشحال خان خټک

كــــــــــــه زه نه واى تا به ځـــــــــــــــان لره بلل څوك
په پالنـــــــــــــگ به دې داهسې درختـــــــــل څوك

واړه عشق دى چې يې سر راته گيـــــــــــاه كړ
گڼه ! زه په ځان مين د سر ښنـــــــــــــــــدل څوك

چې پتنگ ته روښنـــــــايي دڅراغ ښكاره شي
نو له څراغــــه نه يې غواړي جاروتــــــل څوك

بدرگــــه كه محبـــــــت راســـــــــــــــــــــره نه واى
يك تنها به په خونخوارو لارو تلـــــــــل څوك

د دې ميـــو پيالـــــــــــې ډېرو دي اخيـــــــستې
ولې ما غوندي به نه وي لايعقـــــــــــــــــــل څوك

د زنخ په چـــــــــــاه دې بند د شونډو مســت وي
روغ هوښيار به په كوهي كې پرېوتــــل څوك

ته په خپله راته ووايــــــــــــــــــي چـــې وايــــــه !
گڼـــــــــــه ! زه د مينــــې راز ښكاره ويـل څوك

ته مې وژنـــــــه د قصاص اندېښنــه مه كړه !
د خپل خون په تور به ونيسم يو بــــل څوك

ښه خو دا چې د چا نوم په كې ياديـــــــــږي
په فاني دنيــــا به نه وي ژوندي تــــل څوك

This work was published before January 1, Expression error: Unrecognized punctuation character "۲"., and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse