ما پخپله ځان سېځلی يار ګرم نه دی

ما پخپله ځان سېځلی يار ګرم نه دی
by ملنگ جان

ما پخپله ځان سېځلی يار ګرم نه دی
پخپل لاس مې زړه بايللی يار ګرم نه دی

ما چې زړه پخپل لاس ورکه خپل حبيب ته
که يې ساتلی که يې داغلی يار ګرم نه دی

د عاشق زړه د معشوق د لاس مڼه ده
که يې بوی کړی که خوړلی يار ګرم نه دی

هر عاشق د معشوقو د در غلام وي
که يې شړلی که يې بللی يار ګرم نه دی

لکه مار هسې په ما يې ګذار وکړ
تا پخپله مار ساتلی يار ګرم نه دی

يار ګرم نه دی يار ګرم نه دی “ملنګ جانه”
چې تا نه وو پېژندلی يار ګرم نه دی

This work is now in the public domain in Afghanistan because it originates from Afghanistan and its term of copyright has expired. According to Afghanistan copyright laws, all photographs enter the public domain fifty years after they were published, and all non-photographic works enter the public domain fifty years after the death of the creator.

Public domainPublic domainfalsefalse