محبت کړم د خوبانو اوښ په نته

محبت کړم د خوبانو اوښ په نته
by حميد مومند

محبت کړم د خوبانو اوښ په نته
د هرچا د ظلم بار وړم بې منته

د ښکاري په دود جار وځم تر هر بقټي
دروته ورځ د يوه ښکار له محبته

پروت په وينو کښې لت پت ښه يم په پت کښې
نه د سرو زرو په تخت باندې بې پته

د کمال کعبه به هله شي درپېښه
که د لار کمينی نه کړه غلطه

طلبوه سرفرازي په سرکوزۍ کښې
راکوزېږي په هودکي هما ښکته

چې د عشق د سپکاوي درنښت مې وليد
بې پروا شوم د ناصح له ملامته

هغه تشې شړومبې شابي سروري کا
چې ښادي غواړې بې غمه بې محنته

کۀ هرڅو يې په رضا او په صلاح وي
ويره بويه د رقيب له شيطنته

کۀ د ښکلو د درګاه ګدائي مومم
هی توبه د محمد شاه له سلطنته

چې مې خټې فرښتو په لاس اخښلې
لا هاله مې بوي د عشق تلو له طينته

څو د پښې د تور تارو نه وي نيولي
باز به لاس لره در نه شي قراغته

چې ناصح په ترک د عشق څه درته وائي
و دوزخ ته دې وباسي له جنته

د اشنا د محبت په لوئې سفر کښې
د حميد د تندي پيټی يې صورته

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse