نن نګار وماته راکړ دیارې خط

نن نګار وماته راکړ دیارې خط
by رحمان بابا

نن نګار وماته راکړ دیارې خط
وې ئې واخله دامې دی ددلدارې خط

دغماز له دوراهیه ترهه وکړه
ځای به بایلي دمکار په جوارې خط

چیرې نه وي چې یې څیرې په غفلت کړې
تل ئې لوله په تمیز په هوښیارې خط

په مدت سره به ستا انجام ته رسي
اسان کله دی دا ستا دریبارې خط

دغفلت له خوبه پاڅه بیداري کړه
تل وتاته سپارلې دبیدارې خط؟

برابر دخط په حکم قدم کیږده
که ته غواړې په عقبی دنامدارې خط

له میزانه که امان غواړی رحمانه
تل خو لوله په ډیر عجز په زارې خط

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse