ورځ دى تيره په شومۍ کړه شپه له خوابه

ورځ دى تيره په شومۍ کړه شپه له خوابه
by رحمان بابا

ورځ دى تيره په شومۍ کړه شپه له خوابه
خـــــداى به کــله يــــادوى خـــانه خــــرابه

په شتــاب شتـــاب دى تله دي که پوهـيږى
غــــافل مـــه شـــه ددى عمــــر له شتـــابه

دلتـــه دم او قــــدم دواړه په حســــاب دي
پل غلــــط د لارى مـــــه ږده بى حســـابه

په هغه جهـــان به څــنګه جـــواب ورکړى؟
چـــى په دى جـهان عاجـــز يى له جـــوابه

د کاغـــذ په کشتى سيـــل به کړى تر کومه
دا کشتى به دى مـــرګى کانــــدي غـــرقابه

چى آفتـــاب يوه نيـــزه شي ته به څه کړى
اوس چــى سيـــورى له ورتښتۍ له آفتـابه

په آزار د چــــا راضى مـــه شـــه رحمـــانه
که خلاصى په قيـــامت غـــواړى له عذابه

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse