په خونـي هاتــــــــــــــي سوره شوه مى پرستــــــه

په خونـي هاتــــــــــــــي سوره شوه مى پرستــــــه
by خوشحال خان خټک

په خونـي هاتــــــــــــــي سوره شوه مى پرستــــــه
زه هم مست ، هاتي هم مست دى ، داهم مسته

بله نشتـه ، يا به نيست شي ، يا به هستـــــــــــه
خـداى د درې واړو مستانو سره سر كــــــــــــــــړ

نندارو لره يې راشئ نندارچيـــــــــــــــــــــــــــو
يوه لـــــــــــــــــــــــــويه هنگامه شوله پيوسته

چې يې ستا زلفينــې كيوتې په لاس كــــې
لاس يې پرېوزه،كه يې دى پرېږدي له دستــــه

يار د ما څخه په كـــــــــــور دننه ناســــت و
زه بي روحــه گرځېــــــــــدم د ده په مرستـــه

نه ياري ، نه اشنايـــــــــي ، واړه لبــــاس دى
چې خبر شوم د وگړي له بربســــــــــــــــــــــته

ما په وږيو سترگو ډېــــــــر ياران خوړلـــي
په ځيــرځيـر دې مخ تـــــــــــه نه گورم له كستــه

چې د سلــــو كـــــــــــــــالو زهد سود د ثـواب و
مغبچه مې په زمــــــــــــــــان يووړ له دسته

د خوشحال په ځان د ډېرو غشي لـــك دي
خو هم ده زده چې دى مري د چا له دسته

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse