په سرو شونډو دې بازارد شكر مات کړ

په سرو شونډو دې بازارد شكر مات کړ
by خوشحال خان خټک

په سرو شونډو دې بازارد شكر مات کړ
تورو زلفو دې ناموس د عنبر مات کړ

چې د صبر په اهـــــن مې و تړلــــى
تا د زلفــو په حلقـــه هغه ور مات كړ

چې يې ستـــا د خط وقد ننـــــداره وكړه
صورتگرو مې پركارو مسطــر مات كړ

سحرگــــرو اوس د سحر دكان ونغښـت
دواړو سترگو دې د سحر هنـــر مات كړ

په دا دوه سواره د مخ، يانې ستا سترگې
تا مې درست د پارساييه لښكر مات كړ

په هوس هوس راځې شملې پرې ا يښې
گوره ! بيا دې د چا نوى سنگــــر مات كړ

چې ارزو لرم په زړه كې ستا د وروځــــــــو
دې ارزو مې په ځيگر كې خنجر مات کړ

تا وې نور به قول مات نه كړم سوگند دى
په سوگند سوگند دې لا څه بهتر مات کړ

په بارخو دې مار حلقه شو كه صهبا مې
ستا د تورو زلفو خولې وته سر مات کړ

ماتوه د خوشحــــــــال زړه بيا به ووايې
چې مې څه لره دا هســـې گوهر مات کړ

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse