په کاته شم و عالم و ته حيران

په کاته شم و عالم و ته حيران
by خوشحال خان خټک

په کاته شم و عالم و ته حيران
چې د نس دپاره څه کا دا سگان

هسې چارې يې پيدا شي له وجوده
چې په فکر ذکر نه وي د شيطان

تل قرآن د وړاندې ايښی قرآن وايي
ولې هېڅ عمل يې نه وي په قرآن

په کوم لوري پسې ځم چېرته يې غواړم
د کيميا غوندې ناياب شول دانايان

ښه سړی لعل و ياقوت دی مونده نه شي
لکه نور کاڼي لږ نه دي ناکسان

که په نور خلکو کې ښه سړی مونده شي
ولې ښه سړي به لږ وي افغانان

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse