څو به کړمه ستا د وصل تمنا
څـــو بـــه کړمـــه ســـتا د وصـــل تمنـــا
عقل و هوښ را څخـه ولاړ پـه دا هـوا
ســتا د نــاز خریــد تــه زړونــه جودانــه دي
کـــه پـــه ســـر روح الامـــین کـــوي ســـودا
سرو مـال، دیـن و دنیـا بـه واړه درکـړم
ولـــي نـــه ده ســـتا د نـــیم وېښـــته بهـــا
د خپل رنځ علاج بـه چـا و تـه بیـان کـړم
مــرض ســخت شــو طبیبــان دي بــې پــروا
پر دکاه له ضعیفۍ اخیستئ نـه شـم
کــه څــه یــو، یـــو پــه رنــګ زه د کهربـــا
په نـیم دیـد کـه مـي زړه و باخښـه و تاتـه
خدای حاضر دئ خجـل یـم لـه دې وینـا
دا واړه د عشـــــق اکســـــیر اثـــــر پـــــر وکـــــړ
چـــي یـــې رنـــګ د حنـــان کړ لکه طلا
This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago. |