چې مې وليده په مخ ددل ارام خط

چې مې وليده په مخ ددل ارام خط
by حميد مومند

چې مې وليده په مخ ددل ارام خط
بيامونده دازاديه ما غلام خط

خلاص مرغه ددام په دام کله ويسا کا
په نيوه زما ناحق غوړوي دام خط

داشنا دمخ دخط هيبت مې وخوړ
چې مې وليد په شرابو کې دجام خط

دبهار اوريځي نه وي بې بارانه
په رښتيا که دبوسي زيرۍ پيغام خط

دمقصود در مې ونه ليده تياره شوه
صبحدم ديار دمخ کړ راته شام خط

دصحرا هوسۍ ارام په ميږيتون کا
ورکوي شوريده دل لره ارام خط

دلداري ديار پکار تر خط پخوا ده
څه پکار که يې دلدارکه په ناکام خط

لکه نه بې دوده اور بې اوره دودشي
هسي راکړ له خوبانو انتقام خط

پري کوي يې هومره زړه له شوق و ذوقه
څوکوي ديار په مخ کې انتظام خط

زمانه به دهر ښکلې بازار سوړ کا
ماته ژبه کا حميدته داکلام خط

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse