که مې څوک په فقیرۍ شمیري فقیر یم

که مې څوک په فقیرۍ شمیري فقیر یم
by رحمان بابا

که مې څوک په فقیرۍ شمیري فقیر یم
که مې څوک په امیرۍ شمیري امیر یم

ددلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم

چې همیش په غوږ نارې دهجران اورم
رحمان ځکه دخپل یار ومخ ته ځیریم

خوشالا او دولتا مې غلامان دي
زه رحمن په پښتو ژبه عالمګیر یم

This work was published before January 1, Expression error: Unrecognized punctuation character "۲"., and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse