ګل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم

ګل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم
by خوشحال خان خټک

ګل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم
په حسن په ښايست کښې وګلفاموته رسيږي

دادوه توکه يې نه وي چې بوراباندې څرخيږي
ياپان خوري ياشراب خوري ترمرې يې ښکاره کيږي

ويښته يې په وجودباندي هم لږوډېرليدل شي
نه زږه وي نه بدرنګه په وجوديې ښه جوړيږي

خوراک په اندازه خوري خوشبويې لکه ځان وي
لږخوب کاډېره لامبي په ستر سهار ويښيږي

مينه يې په هوس وي خنداوبريښيوه ناکه
په لوبوپه سندروپه سروديې زړه خوښېږي

نه غم نه دلګيري کاهميشه تروتازه وي
پخپلوسهيليومينه کاباندې خوږيږي

دخپل مېړه په بره ښه په هره چانازيږي
په نيت جوړه په پشت جوړه ظاهر باطن يورنګه

دنېک خبره هم په ډېر ضرور په ډېرناکام کا
په دروغ خويې هرګز په خوله په ژبه نه جوړيږي

په خوله پاکه په زړه پاکه بې وېرې بې وسواسه
په غولي په جولي چې هيڅ ناپاکه نه تېريږي

له ځانه يې ښه لوي دګبينه غوندې خوږ درومي
دخول وته يې زړه دخپل مېړه په رضاکيږي

This work was published before January 1, Expression error: Unrecognized punctuation character "۲"., and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse